IQNA

د خبرواترو له لارې سوله  له بې پایانه جنګه ډيره ښه ده

16:34 - April 25, 2024
د خبر لمبر: 3489105
ایکنا - پاپ فرانسیس  دغه راز زیاته کړې ده ،هره ورځ  دغزې له خلکو سره تماس نیسي څو   دد وي کړاؤنو ته  غوږ کیږدي.

د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس په یوې خصوصي مرکې کې  په درستې نړۍ په تیره بیا په اوکراین اوغزې کې ټول سولې ته وبلل او ټينګار ئې وکړ، دخبرواترو له لارې سوله  له بې پایانه جنګه لاښه ده .

د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس  له سی بی ایس نیوز خبری چینل سره په مرکې کې  ووئيل، هغه هیوادونه چې په جنګ بوخت دي ،جنګ دې و دروي ، او په خبرواترو او مذاکراتو پسې دې شي. 

پاپ فرانسیس  دغه راز زیاته کړې ده ،هره ورځ  دغزې له خلکو سره تماس نیسي څو   دد وي کړاؤنو ته  غوږ کیږدي.

 هغه په دوام کې ووئيل، ماته خبر راکړل شو څه پیښې کیدونکي دي ،ډیره سخته  ده خواړۀ ختم شي او دوی باید ددې لپاره وجنګیږي.

د نړۍ د کاتولیکانو رهبر  دهغو ماشومانو په باب چې په جنګ  کې وژل کیوي،ووئيل،  دغه ماشومان نه پوهیږي، څرنګه وخندیږي په خوله ئې مُسکا راتلل هیر کړي دي ،دا  واقعا ډیره خطرناکه او غمیزناکه  خبره ده.

https://iqna.ir/fa/news/4212316

captcha